0

ډیویډ وارنر له تقاعد مخکې دنده ترلاسه کړه – هنرستان

Share

اسټراليايي کرکټ لوبغاړي ډيويډ وارنر تر تقاعد مخکې د کمېنټټر په توګه دنده تر لاسه کړه. د اسټراليايي رسنیو د راپور له مخې، هغه چينل چې د اسټراليا د کرکټ حقونه يې اخيستي دي ډېوېډ وارنر یې د کمنټرۍ په پینل کې شامل کړی دی.

د رسنیو د راپورونو له مخې، ډیویډ وارنر له دې وړاندې هم د کمنټرۍ بکس کې د مېلمه په توګه ګډون کړی و او اوس یو ځل بیا ور پکې شامل شو.

د دې چینل مدیریت اعلان کړی چې ډیویډ وارنر به تر تقاعد وروسته تر هغه وخته کمنټري کولی شي چې هغه یې غواړي.

د یادولو وړ ده چې ډیویډ وارنر تیره اونۍ په ایم سي جي ټیسټ لوبه کې د سویلي افریقا پر وړاندې غبرګه سلیزه ووهله او داسې ښکاري چې هغه به لا هم خپل کرکټ ته دوام ورکړي.

څو ورځې وړاندې د اسټراليا د ټیسټ کرکټ لوبغاړي ډيويډ وارنر مدير جيمز ارسکين په خپل يو بيان کې ويلي وو چې ډيويډ وارنر له ټیسټ کرکټ څخه د تقاعد اراده نه لري او راتلونکو سیالیو کې د ګډون هیله لري.

#ډیویډ #وارنر #له #تقاعد #مخکې #دنده #ترلاسه #کړه #هنرستان