0

په فضا کې د جوړ شوي لومړني فلم ټریلر خپور شو – هنرستان

Share

د هالیووډ د مشهور اداکار ټام کروز په فضا کې د فلم شوټینګ لا هم تر بحث لاندې و او په ټوله نړۍ کې پرې ډېر بحثونه روان وو، چې روسیې په فضا کې د یوه فلم د شوټینګ اقدام وکړ او دغه فلم یې د (چیلنج) په نوم ونوماوه.

دا فلم په نړیوال فضایي مرکز شوټ شوی چې اوس یې ټریلر خپور شو، چې بالکل اصلي ښکاري. دا فلم د کلم شیپینکو لخوا لارښود شوی او د فلم یوه برخه د ۲۰۲۱ کال په اکټوبر کې په فضایي مرکز کې ثبت شوې وه.

روسي فضانوردان اولګا نووتسکي او ۳۷ کلنه یولیا پریسلډ د دې فلم اصلي کرکټرونه دي، کلم شیپینکو یې پروډیوسر او ډایرکټر دی. دوی د تیر کال په اکتوبر کې د (سویوز MS18) فضایي بیړۍ کې فضا ته سفر کړی و.

دغه روسي فلم د یوې ډاکټرې په شاوخوا کې راڅرخي، چې د اداکارې یولیا پرسیلډ لخوا دغه رول لوبول کیږي، چې فضایي سټیشن ته سفر کوي ترڅو د خلاباز ژوند وژغوري.

د یادونې وړ ده چې د روسیې عملې د میشن ناممکن ستوري ټام کروز ته ماتې ورکړه. ځکه هغوی پلان لري چې د ناسا او سپیس ایکس په همکارۍ په فضا کې لومړنی فلم شوټینګ کړي، خو روسیه ترې مخکې شوه.

#په #فضا #کې #جوړ #شوي #لومړني #فلم #ټریلر #خپور #شو #هنرستان