مستې د ښه خوند او ذایقې ترڅنګ د انسان لپاره حیرانونکې ګټې هم لري، په ځانګړي ډول په سمو او طبيعي مستو کې خالق تعالی د انسان لپاره ګڼ داسې فوايد او ګټې ځای په ځای کړې دي چې د يوې تغذيې ترڅنګ ان د ښو درملو ځای هم نيسي.
که چېرې د سهار له لوري په خالي معده باندې یوه کوچنۍ کاسه مستې وخوړل شي نو فايدې یې د انسان د روغتیا لپاره ډیرې مهمې او تاثير کوونکې دي.
پوهان وايي که چېرې مستې په مالي معده وخوړل شي نو په ځانګړي ډول د وینې او تورځيګر په پاکولو کې مرسته کوی په خاص ډول ځیګر چې هلته ډېر خواړه سره تصفیه کېږی د غوړو او نورو ناوړو موادو سره ډېر سرګردان وي.
ددې ترڅنګ په مستو کې موجود مواد د معدې په روغتیا کې هم مهم رول لري ډاکټران وايي په ځانګړي ډول هغه کسان چې معده یې ميکروب لري باید مستې وخوري او وروستی هم دا چې مستې د پښتورګو لپاره هم ګټه لري په سنتي طب کې راځي چې مستې ان د پښتورګو د تيږو په ماتولو کې موثرې تمامېږي.
#په #خالي #معده #مستو #خوړلو #څلور #فوق #العاده #ګټې #هغه #کار #کوي #چې #درمل #یې #نشي