0

هندي فلم جوړونکی روهیت شیټي د فلم ثبت پرمهال ټپي شوی – هنرستان

Share

د بالیووډ تکړه دایریکټر روهیت شیټي د هند په حیدراباد ښار کې د شوټینګ پر مهال ټپي شو او د هغه د حالت له ښه کېدو وروسته د فلم شوټینګ بیا پیل شو.

هندي فلم جوړوونکی روهیت شیټي په حیدراباد کې د هندي پولیسو په اړه جوړېدونکي راتلونکي ویب سریال لپاره شوټینګ کاوه، چې د یوه ایکشن صحنې پرمهال ټپي شو.

دغه هندي فلم جوړونکی له ټپي کېدو وروسته سمدستي روغتون ته لېږدول شوی و، چې روغتیايي حالت یې مخ په ښه کېدو دی او د روغتیا له ښه کیدو وروسته یې د فلم شوټینګ بیا پیل کړ.

د هند د پولیسو په اړه ویب سریال کې سدھارت ملهوترا، وویک اوبرای او شلپا شیټي د مرکزي رولونو لوبوي او د او ټي ټي پلیټ فارم ایمیزون پریم ویډیو لخوا وړاندې کېږي.

د روهیت شیټي وروستی کامیډي فلم سرکس د دسمبر په ۲۳مه خپور شو، چې رنویر سینګ، جیکولین فرنانډیس او پوجا هیګړې پکې مرکزي رولونه لوبولي وو، خو دغه فلم د سینما د لیدونکو د زړونو په ګټلو کې پاتې راغی.

#هندي #فلم #جوړونکی #روهیت #شیټي #فلم #ثبت #پرمهال #ټپي #شوی #هنرستان