0

هغه ماشومان چې نه خپله وېده کېږي او نه نور خوب ته پرېږدي، باید څه ورسره وشي؟ – هنرستان

Share

د نویو زېږېدلو ماشومانو میندې اکثره له ستونزو سره مخ کیږي، ځکه چې د دوی ماشومان ډېر ژاړي او په سبب یې دوی ډېر لږ خوب کوي، چې دا حالت د مور او ماشوم په روغتیا اغیزه کوي.

نو اوس پوښتنه دا ده چې په دې حالت کې باید څه وشي؟ د ماشومانو د ناروغیو متخصصینو په دې تړاو په ځانګړې توګه یو څو شیانو ته اشاره کړې ده چې دا دي:

ماشوم ته له شپږو اونیو وروسته په جلا توګه د وېده کیدو عادت ورکړئ. که احساس کوئ چې ماشوم مو ویده کېږي نو باید خپلې بستر ته یې یوسئ. په دې وخت کې باید مور شیدې ور نه کړي. که چیرته ماشوم په بل ځای کې ویده وي او د پورته کولو هڅه یې وشي نو ویښېدو وېره یې وي.

 مهالویش یې ترتیب کړئ:

د دې لپاره چې ماشوم ژر او آرامه ویده شي، مور ته اړینه ده چې یو څو شیانو ته پام وکړي، چې په هغې کې د خوب کولو عادت هم شامل دي. نو میندې باید د ماشوم اړوند ټول فعالیتونه لکه حمام کول، د ډایپر بدلول او نور فعالیتونه لکه کیسه ورته کول هر څه مهالویش کړي، چې په دې سره به ماشوم عادت شي او کله چې وخت راشي نو احساس به وکړي چې د خوب وخت یې دی.

ښکلی چاپیریال:

دا هم اړینه ده چې د ماشوم د خوب چاپیریال باید ښکلی وي، انځورونه باید شاوخوا نصب شي او د ماشوم د خوښې د لوبو شیان هم باید هلته نږدې موجود وي. ماشوم ته دا احساس مه ورکوئ چې له هغه څخه د بېغمه کېدو لپاره هغه وېده کوئ، په دې ډول ماشوم له خوب کرکه کوي.

که چېرته د ماشوم څنګ ته د هغه د خوښې وړ د لوبو شیان وي، نو هغه ورسره لوبې کوي او د لوبو په حالت کې وېده کېږي او حتی که هغه ویښ هم پاتې شي نو د لوبې کولو په وخت کې آرام پاتې کیږي.

ماشوم لږ ژړا ته هم پرېږدئ:

متخصصین دا هم وایي، هغه عطر یا خوشبو چې مور یې کاروي، په یوه ټوټه ووهئ او ماشوم ته یې نږدې کېږدئ. نو کله چې ماشوم له خوبه راویښ شي د مور د خوشبو په حس کولو سره آرامه کیږي. که ماشوم ژاړي نو د یو څه وخت لپاره ژړل هم مناسب او بې ضرره دي.

په اوږه څملول او ټپلول:

د ماشوم د آرامولو لپاره یو له پخوانیو او ازمویل شویو لارو چارو څخه یوه دا ده چې هغه په ​​​​اوږه څملولئ او د خوب کولو وخت یې وښوروئ یا یې په ارامه سره وټپوئ.

که ماشوم له خوبه راویښ شي او په پرلپسې ډول ژاړي، دا په دې مانا ده چې یو لامل هرو مرو لري او باید وڅېړل شي، کېدای شي ماشوم کوم درد او یا کومه ستونزه ولري. په داسې حالاتو کې میندې باید خپل ماشوم معاینه کړي.

د غاښونو وخت:

متخصصین دا هم وايي، چې د غاښونو د راختلو پر مهال د ماشومانو د خوب موده او وخت هم اغېزمنېږي. که چیرې د ماشوم غاښونه درد کوي نو باید د درد ضد درمل د وزن او عمر له مخې ورکړل شي.

له زیږون څخه تر درېیو میاشتو پورې:

د متخصصینو په وینا، کله چې د درېیو میاشتو څخه کم عمره ماشومان په غیږ کې ونیول شي، نو دا دوی ته آرام ورکوي او ښه خوب کوي.

له درېیو میاشتو څخه تر شپږو میاشتو پورې:

کله چې ماشوم د دوه یا درې میاشتو وي، نو دا غوره ده چې هغه جلا بستره کې واچول شي، خو په پیل کې ممکن هغه په ​​جلا توګه په وېده کېدو کې ستونزې ولري او له وېده کېدو دمخه باید خپلې بسترې ته یوړل شي.

له شپږو میاشتو څخه تر نهو میاشتو پورې:

د دې عمر ماشومان که کومه روغتیايي ستونزه ونلري، نو د شپې له خوبه پاڅېږئ او دا یوه صحي او طبیعي پروسه ده. په دې اړه اندیښنه مه کوئ او هڅه وکړئ چې ماشوم بیا ویده کړئ او پام مو وي چې باید په دې موده کې د خوراک لپاره څه مه ورکوئ.

له نهو میاشتو څخه تر یو کال پورې:

دا هغه وخت دی چې ماشوم د شپې پوره خوب کوي، نو د میندو لپاره اړینه ده چې د ورځې لخوا یې د لنډې مودې لپاره وېده کړي، که چیرې د ورځې په اوږدو کې ویده کېږي نو باید له یوه ساعت څخه زیات نه وي.

#هغه #ماشومان #چې #نه #خپله #وېده #کېږي #او #نه #نور #خوب #ته #پرېږدي #باید #څه #ورسره #وشي #هنرستان