د ملي تلويزيون پخوانۍ خبريالې، شاعرې او لیکوالې موسکا نيازۍ هم د ملانو د وروستیو فرمانونو څخه شکايت وکړ په افغانستان کې د ملا.نو حکومت په دې هېواد کې د ښځو کار او تحصيل منعه کړ او ډېری مشران یې دا کار د ف.حشا سره يو شان او یا هم ف.حشا ته تللې یوه لار بولي.
موسکا نيازۍ په یوه ټویټ کې دا هيله څرګنده کړې ده چې خدای مو دې نور له ملانو څخه خلاص کړي، د موسکا نيازۍ ترڅنګ نورو ډېرو افغانانو هم دا سندره بدرګه کړې ده چې اې د عدالت ربه دا لوبه خو ورانه کړه نور که څه کوې کنه خلاص مو د ملا تکړه.
په افغانستان کې د ملانو حکومت د هېواد په سراسر کې د ښځو زده کړې او کار بند کړ، هغه ښځو چې څوک یې نه درلودل او د کور يوازنۍ روزي ګټونکې ښځې وې په هغوی د رزق دا دروازې هم وتړل شوې او کومې نجونې چې د پوهنتونو او ښوونځيو په بېلابېلو صنفونو کې وې تراوسه یې زده کړې وې هغوی هم د زده کړو تحصيل او علم څخه منعه شوې.
#موسکا #نيازۍ #الله #خو #مو #دې #نور #له #ملانو #څخه #خلاص #کړي #ددوی #له #لاسه #زه