د اسټرالیا د تکړه توپ وهونکي مارنس لبوشین یوه جالبه ویډیو وایرل شوې، چې په هغې کې د سویلي افریقا خلاف د دریمې ټیسټ لوبې پرمهال په لوبغالي کې سګریټ څکولو لایټر راغواړي.
په سیډني کې د ټیسټ لوبې پرمهال د اسټرالیا د توپ وهنې پاڼۍ روانه وه چې ناڅاپه د اور په پای ته رسېدو سره مارنوس لبوشین د سګریټ لایټر د راوړلو اشاره وکړه چې ټول یې حیران کړل.
او تبصره کوونکی د مارنس لبوشین په غوښتنه هم په خندا شو او په تیرو وختونو کې یې د اسټرالیا د دغه توپ وهونکي د عجیبه حرکاتو په اړه یې اشاره وکړه.
Running repairs for Marnus Labuschagne! 🚬#AUSvSA pic.twitter.com/IdSl0PqicV
— cricket.com.au (@cricketcomau) January 4, 2023
په ویډیو کې لبوشین لیدل کیږي چې په منظم ډول په ډګ اوټ کې ناست لوبغاړو ته اشاره کوي ترڅو د سګریټ څکولو لپاره کارېدونکی لیټر راوړي.
کله چې د هغه ملګرو له ډګ اوټ څخه لایټر راوړه، مارنس لبوشین خپله هیلمټ لیرې کړ او د هیلمټ هغه برخه یې وسوځوله چې هغه یې ځوراوه. دغه ویډیو تر اوسه تر ۵۰ زرو ډېر ځله کتل شوې ده.
Related
#مارنس #لبوشین #لوبې #پرمهال #سګریټ #لایټر #غوښتنه #وکړه #هنرستان