وايي چې یو ځل شېخ سعدي چېرته سفر کاوه، جامې یې زړې وې، په پښو یې پېزار (چپلکې) نه وې او لوڅې پښې و. له خپلې بدې ورځې یې څښتن تعالی ته ګیله او شکایت کاوه.
چې ای لویه خدایه! خلک د سپرلۍ لپاره ښکلي آسونه لري، د هستوګنې لپاره یې ښه ښه کورونه دي، خو دا یو زه یم چې پښې یبله او بې پیزاره یم، غریبۍ را اخیستی یم، نور خو څه کوې چې خپلې پښې هم له یخنۍ څخه نشم ژغورلی.
دا ګیلې کیسې یې کولې چې په لاره یې یو شل سړی ولید، چې په دواړو پښو شل و، یو بل سړی یې ولید، چې يوه پښه یې نه وه. شېخ سعدي چې یاد منظر ولید، نو سمدستي پر ځمکه پرېووت او د خدای جل جلاله حضور ته یې د شکر سجده وکړه او عرض یې وکړ، چې یا الله جل جلاله! که زما څپلۍ یا پیزار نشته خیر دی او هیڅ باک نشته، پښې خو مې شکر روغې دي او پر لاره خو تللی شم.
ځکه نو پرته د کفر له حالت نه نور په هر حالت باندې شکر کښل پکار دي. یوازې د ځان لپاره د اسانتیاوو په فکر او تلاش کې مه اوسئ د خدای جل جلاله هغه مخلوق هم په پام کې ونیسئ، چې د یوه وخت د سپورې ډوډۍ وس او توان نه لري، داسې ځای او درک نه لري، چې په اسانۍ سره پکې شپې سبا کړي او له تود لمر او ساړه ژمي نه پکې ځان وساتي.
تل له ځان څخه د کښته او کمزورو خلکو له حال او ژوند څخه پند اخلئ او د هغوی په حال باندې فکر کوئ او پر خپلو نعمتونو شکر وباسئ او له پاک رب نه راضي اوسئ. دا په یاد ولرئ، هغه خلک چې تل پورته ګوري، تیندک خوري او خولۍ یې له سر نه کوزه لوېږي.
Related
#لوڅې #پښې #عبرتناکه #واقعه #هنرستان