0

عالیه بټ د مور کېدو د پرېکړې په اړه چوپتیا ماته کړه – هنرستان

Share

د بالیووډ مشهورې اداکارې عالیه بټ په خپله وروستۍ مرکه کې د خپل کیریر په اوج کې د واده کولو او مور کیدو د پریکړې په اړه وویل، زه د خپل شخصي او مسلکي ژوند په اړه پریکړه له زړه کوم.

د هندوستان ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، هندۍ اداکاره عالیه بهټ یوه له هغو اداکارانو څخه ده چې په خپل استعداد سره یې منتقدین چوپ کړي دي؛ خو عالیه بټ د خپل کیریر په اوج کې وه چې واده یې وکړ او بیا مور شوه.

د بالیووډ اداکارې عالیه بټ په خپله وروستۍ مرکه کې د خپل ژوند د پریکړو په اړه په ښکاره خبرې وکړې او ویې ویل، په ژوند کې هیڅ سم یا غلط کار نشته، زما لپاره هغه څه غوره دي چې زه یې کوم او زه خپلې پرېکړې له زړه کوم او تل مې د زړه اورېدلي دي.

د بالیووډ اداکارې وویل، د خپل کیریر په اوج کې مې پریکړه وکړه چې واده وکړم او مور شم، که څوک وایي چې دا به زما په کیریر اغیزه وکړي، خو زه یې پروا نه لرم. د مور کیدو په پریکړه به هیڅکله پښیمانه نه شم، دا ترټولو غوره پریکړه وه.

هغې زیاته کړه، له مور کیدو وروسته د یوې میرمنې هره شیبه ډیره معنا لري، زه په ځان باور لرم چې یو اداکاره یم. باور وکړئ که تاسو سخت کار وکړئ نو تاسې یو ښه اداکار یاست او که خلک غواړي چې تاسو سره کار وکړي نو تاسو به کار ترلاسه کړئ.

#عالیه #بټ #مور #کېدو #پرېکړې #په #اړه #چوپتیا #ماته #کړه #هنرستان