0

شین چای، ګټې، غوره وختونه، اندازه یې او څوک باید ترې ډډه وکړي؟ – هنرستان

Share

د سالم ژوند د تېرولو لپاره زما تجربې اکثره د یوې میاشتې د ننګونې بڼه خپلوي. زه فکر کوم چې زما لپاره یوه میاشت کافي ده چې یو کار ترسره کړم او اغیزې یې په ښه توګه و ازمومم، ترڅو ځینې خواړه په خپل ورځني عادت بدل کړم.

د چای څښلو د ګټو په اړه په ځانګړي توګه د شین چای په اړه د معلوماتو له لوستلو وروسته ما پریکړه وکړه چې هره ورځ د شین چای د څښلو هڅه وکړم ترڅو وګورم چې زما په احساس کې څه بدلون راځي.

د شین چای څښلو غوره وختونه کوم دي؟

د دې لپاره چې پوه شو چې د شین چای د څښلو غوره وختونه کوم دي؟ لومړی به وګورو چې شین چای څه شی دی. شین چای یو نبات یا بوټی دی، چې په انټي اکسیډنټ، کافین او امینو اسیدونو بډایه دی. همدغه راز ځینې ویټامینونه، منرالونه او فایبر هم لري او په شین چای کې ترټولو مهم انټي اکسیډنټ (کیټچین) وي چې یوازې په شین چای کې په لوی مقدار کې موندل کیږي.

شین چای په منرالونو او ویټامینونو هم بډایه دی او د التهاب ضد خاصیت لري او د زړه د ناروغیو او د سرطان د ځینو ډولونو خطر کموي.

سهار وختي یې مه څښئ:

د سهار پرمهال په تشه ګیډه د شین چای څښل په ځیګر ناوړه اغیزې کوي، دا ځکه چې په دې کې کیټیچین زیات وي او ډېر کیټیچین کولی شي ځیګر ته زیان ورسوي، نو د سهار له ۱۰ بجو څخه تر ۱۰ بجو یا د شپې شنه چای وڅښئ.

د خوراک پرمهال یې وڅښئ:

د خواړو پرمهال یو پیاله شنه چای وڅښئ. د مثال په توګه د غذایي توکو د مصرف او د اوسپنې د جذب اعظمي کولو لپاره دوه ساعته دمخه یا وروسته چای وڅښئ. که د وینې کمښت لرئ نو له خوراک سره د شین چای له څښلو څخه ډډه وکړئ.

د تمرین دمخه یې وڅښئ:

شین چای کولی شي چې د بدن وازدګه وسوځوي ځکه چې په کې کیفین وي او دا کولی شي چې انرژي زیاته کړي. د ېرو څیړنو مطالعاتو له مخې، که تاسو له تمرین یا ورزش څخه دمخه چای وڅښئ، نو وزن مو کموي او د پوسکي ښکلا زیاتوي. له تمرین څخه یو نیم ساعت دمخه د شین چای څښل د تمرین پرمهال د وازدګې سوځوي او د عضلاتو زیان کموي.

له خوب څخه دوه ساعته مخکې:

شین چای باید له خوبه دمخه ونه څښل شي، ځکه کافین یې خوب ګډوډوي. د چای د څښلو غوره وخت له وېده کیدو څخه دوه ساعته وخت دی.

د شین چای څښلو غوره موسم کوم دی؟

شین چای د پسرلي او دوبي موسم لپاره غوره انتخاب دی، د پسرلي په لومړیو کې غوره شین چای کرل کېږي او کولای شي چې د بدن پاکولو کې مرسته وکړي.

او په ژمي د میټابولیزم د سالم ساتلو لپاره عالي وي. د چای غوره ګټه دا ده چې د اوږد ژمي وروسته هم د اړتیا وړ انرژي چمتو کړي او د عام باور برعکس د ګرم چای څښل د ډېر تودوخې احساس ختموي او ګرم شین چای د عمومي روغتیا او پوستکی تازه وساتي.

د شین چای مقدار:

په ورځ کې لږ تر لږه له درې څخه تر پنځو ګیلاسه شنه چای څښل ښه او ګټور وي، خو د چای مطلوب اندازه کیدای شي له یو کس څخه بل ته توپیر ولري.

شین چای د پوستکي په روغتیا کې مرسته کوي:

شین چای ویټامین ای او ویټامین بي۲ لري چې د پوستکي د روغتیا ساتلو کې مرسته کوي. ویټامین بي۲ د پوستکي ځوان او تازه ساتلو کې مرسته کوي اړ ویټامین ای د پوستکي د نویو حجرو په وده کې مرسته کوي او د پوستکي نرم او روښانه ساتي.

ذهن قوي کوي:

شنه چای د کافي په پرتله لږ کافین لري، دا د ایلیناین نومی امینو اسید هم لري، چې د دماغو فعالیت د ښه کولو لپاره له کافین سره یوځای کار کوي.

وزن کموي:

له تمرین دمخه د شین چای څښل کولی شي چې د وازدګې سوځیدنه زیاته کړي او د عضلاتو زیان کم کړي. شین چای کولی شي د میټابولیزم کچه لوړه کړي او په لنډه موده کې د غوړو سوځیدنه زیاته کړي چې د پوستکي کلکوالي او ښکلا لپاره ډېر مهم وي.

که شین چای په اعتدال سره وڅښل شي هیڅ زیان نلري، شین چای د ډیری خلکو لپاره خوندي او ګټور دی. که تاسې د اوسپنې کمښت لرئ یا امیندواره یئ، یا د اضطراب اختلال یا د زړه ناروغۍ درمل خورئ نو د چای څښل محدود کړئ.

#شین #چای #ګټې #غوره #وختونه #اندازه #یې #او #څوک #باید #ترې #ډډه #وکړي #هنرستان