دا مقوله زیاته مشهوره ده چې هره یوه مڼه وخورئ او ډاکټر له تګ ځان وژغورئ، دا مقوله په حقیقت ولاړه ده، ځکه چې مڼه د انټي اکسیډنټ، ویټامین سي، ویټامین ای، ویټامین کی، فایبر، منرالونو او نورو مهمو غذايي موادو څخه بډایه ده، چې روغتیا ته ګټه رسوي او روغ مو ساتي او ډاکټر ته له تګ څخه مو ژغوري.
د مڼو په اړه یو په زړه پورې حقیقت دا دی چې دا په مختلفو رنګونو کې حاصل ورکوي، چې یوه یې شنه مڼه ده؛ خو سره مڼه له شنې ډېره مشهوره ده او که د ګټو په اړه یې وغږیږو نو د دواړو غذاییت یو ډول دی.
د شکرې ناروغانو لپاره ګټوره ده:
خو په شنه مڼه کې د شکر اندازه کمه ده، چې د شکرې ناروغانو لپاره ډېره ګټه لري. همدغه راز د ښکلا او روغتیا لپاره هم ډېرې ګټې لري. شنه مڼې په خوند کې د خوږو او تروشو ترکیب دی، یعنې خوږه هم وي او تروشه هم.
د میټابولیزم په وده کې:
په شنو مڼو کې د فایبر اندازه زیاته وي چې د میټابولیزم په وده کې مرسته کوي او زیات فایبر د کولمو حرکتونه فعالوي او هضم ښه کوي او د هاضمي سیسټم پیاوړتیا سره میټابولیزم هم ښه کیږي.
د ځیګر لپاره:
مڼه انټي اکسیډنټ لري چې د طبیعي ډیټوکس اجنټ هم دي او د ځیګر له ناروغیو څخه مخنیوی کوي. شنه مڼه له پوستکي سره وخورئ، ځکه چې په دې سره یې ګټې زیاتېږي او د ځیګر او هاضمي سیسټم سالم ساتي.
د هډوکو د پیاوړتیا لپاره:
کلسیم د قوي هډوکو لپاره یو اړین عنصر دی او په ځانګړې توګه ښځې د هډوکو له کمزوري کېدو سره مخ کېږي. ښځې له ۳۰ کلنۍ وروسته د هډوکو کثافت له لاسه ورکوي. دوی باید د مینوپاز پرمهال پخپل رژیم کې شنه مڼې شاملې کړي او دا د اوستیوپوروسس مخه نیسي.
د وازدګې او وزن کمولو لپاره:
شنه مڼه فایبر لرونکې میوه ده نو د وزن کمولو لپاره هم ګټوره ده. شنه مڼې په لږه اندازه خواږه لري او په منرالونو او انټي اکسیډنټونو بډایه ده، چې د وزن کمولو کې مرسته کوي. په مڼه کې موجود ویټامین کی د وینې جریان هم ښه کوي.
د سږو ساتنه کوي:
د څېړنو له مخې هره ورځ د شنو مڼو خوړل د سږو اړوند خطرونه ۲۳ سلنه راکموي. دا د ساه لنډۍ خطر کموي او هغه کسان چې سګرټ څکوي هره ورځ د شنو مڼو خوړل یې شدت کموي او د سږو له ناروغیو څخه ساتنه کوي.
د لید یا نظر لپاره ښه وي:
شنه مڼه په ویټامین ای بډایه دي. د شنې مڼې جوس کې ویټامین ای په بالقوه توګه د سترګو لید یا نظر پیاوړی کوي او دا یې غوره لاره ده.
د التهابي شرایطو خطرونه کموي:
کله چې مڼه خورئ، نو پوستکی یې په کثافاتو کې مه اچوئ. د مڼې پوټکي د مڼې په څېر صحي وي او کولی شي چې روغتیا ته وده ورکړي او معافیت هم زیاتوي.
لوړ کولیسټرول او د وینې فشار کموي:
ایا غواړئ سالم خواړه وخورئ؟ نو هره ورځ یوه شنه مڼه وخورئ. څیړنو ښودلې چې شنه مڼه د زړه سیسټم ښه کوي او حل کېدونکي فایبر یې د کولیسټرول کچه ټیټوي او د فلج خطر ۵۲ سلنه کموي. که تاسې له لوړ کولیسټرول څخه رنځ وړئ، نو شنه مڼه خورئ.
د پوستکي سرطان خطر کموي.:
مڼه د پوستکي د روښانه کولو لپاره ښه وي. که غواړئ ښه پوستکي ولرئ، نو شنه مڼه خپل غوره ملګري وګرځوئ او له ګڼو ګټو یې برخمن شئ. شنه مڼه ویټامین سي لري، چې د پوستکي حجرې د زیان رسونکو وړانګو څخه ساتي او د پوستکي له سرطان مخنیوی کوي او له ګڼو ستونزو یې مخه نیسي.
ایا شنه مڼه د سره مڼې په پرتله صحي ده؟
دواړه ډوله مڼې یو شان غذایي مواد لري، چې ویټامین سي، ویټامین ای، منرالونه، انټي اکسیډینټ لري. شنه مڼه د سرو مڼو په پرتله لږ خواږه لري، چې له همدې امله د شکرې لپاره زیاتې ګټې لري.
Related
#شنه #مڼه #حیرانوونکې #ګټې #لري #شکرې #ناروغانو #ته #هم #ګټوره #ده #هنرستان