د افغانستان د شل اوریزه کرکټ لوبډلمشر راشد خان، چې د سویلي افریقا په لیګ کې به د ایم آی کیپ ټاون لوبډلمشري کوي، وایي چې په هغه به فشار نه وي، ځکه چې دمخه د لوبډلمشرۍ تجربه لري.
راشد خان به په (SA20) لیګ کې د ایم آی کیپ ټاون لوبډلمشري وکړي او لوبډله به یې د سه شنبې په ورځ د ټورنمنټ په پیل کې د پارل رایلز لوبډلې په وړاندې د دغه لیګ اوله لوبه وکړي.
راشد خان وایي، ما مخکې هم په ځینو لوبو کې د افغانستان د لوبډلې مشري کړې ده، نو د لوبډلمشرۍ تجربه لرم او د مرستیال لوبډلمشر په توګه مې تل له مشرتابه ډلې سره له نږدې کار کړی او د لوبې پرمهال مې خپلې نظریې شریکې کړي دي، فکر نه کوم چې پر ما به کوم اضافي فشار وي.
هغه زیاته کړه، زموږ په خوا کې زیاتره لوبغاړي په نورو لیګونو کې د لوبې کولو تجربه لري، نو دوی اړتیا لري چې له لوبې څخه خوند واخلي او زه د دې سیالۍ د پیلولو لپاره ډېر خوښ یم.
هغه وویل، زه باور لرم چې موږ یو متوازنه لوبډله لرو، موږ د کرکټ لوبغاړو یوه پیاوړې ډله لرو چې خپل رول ډیر ښه پیژني او دا یو ښه فرصت دی چې په دې سیالۍ کې ګډون کوو، خوشحاله یم چې دلته په سویلي افریقا کې یم او د سیالۍ پیلولو په لټه کې یم.
Related
#راشد #خان #فکر #نه #کوم #چې #لوبډلمشري #به #راباندې #فشار #راولي #هنرستان