0

د کورني کرکټ تکړه لوبغاړي نعمت خوشحال په اعتراضانه ډول د کرکټ وسایلو ته اور اچولى – هنرستان

Share

د خوست د کورني کرکټ تکړه لوبغاړي نعمت خوشحال د کرکټ وسایلو ته اور اچولى. هغه وایي چې د نولس کلنو لوبډلې ته په نه انتخاب کې ورسره زیاتی شوی دی او هغه کسان لوبډلې ته انتخاب شوي چې واسطې لري.

نعمت خوشحال، چې د میس عینک لوبډلې په ګټه هم لوبېدلی، په کرکټ بورډ او اړوند مسولو چارواکو توندې نېوکې کوي او هغوی ګرموي چې د نولس کلنې لوبډلې په انتخاب کې وړتیا په نظر کې نه ده نېولې، بلکې ښایست، پیسه او واسطه یې معیار ګرځولی دی.

نوموړی وایي، د نولس کلنې لوبډلې د غوراوي پړاو ته نه يم ټاکل شوى، ډېرى لوبغاړي په واسطه اخیستل شوي، هغه لوبغاړي ورته انتخاب شوي چې پیسې لري یاهم هغوی چې ښایسته دي او استعمالېږي.

نولس کلنو ټرايل کې په انتخاب شويو لوبډله کې که څه هم ځینې واسطه لرونکي د فیسبوک په زور او ډار له امله لرې شوي؛ خو له ځینو وړ او بااستعداده لوبغاړو سره ظلم شوی او په لوی لاس له پام غورځول شوي دي.

نعمت خوشحال د نورو خوستیو لوبغاړو یادونه هم کوي او وایي چې له هغوی سره هم زیاتی شوی دی. هغه زیاتوي، که د عمر خبره وي نو ډېر داسې لوبغاړي ورته انتخاب شوي چې عمرونه یې له موږ زیات دي او که په وړتیا شي نو زموږ او د هغوی کیریر ټولو ته ښکاره دی.

د یادولو وړ ده چې کرکټ بورډ په دې وروستیو کې د شفافیت ادعاوې کوي؛ خو که چېرته په دې وروستیو کې ملي لوبډلې ته وکتل شي لاهم پکې خپلوي او ملګرتیا پالل کېږي او هغه لوبغاړي چې وړتیا لري په زوره یې کیریر ختموي.

تر دې وړاندې هم د نولس کلنو لوبډله په انتخاب نېوکې شوې او ځوان لوبغاړو شکایت درلود چې یو یو توپ ته یې درولي و، یو یو ټیسټ یې دوه ځلې ترې واخیست، تکړه لوبغاړو ته پام ونشو او هماغسې ګمنام پرېښودل.

کرکټ بورډ ته د میرویس اشرف په راتګ هیلې زیاتې شوې او نصیب خان هم غوره وبلل شو؛ خو اوس داسې ښکاري چې دوی دواړه هم له بوسو لاندې اوبه تېروي او د افغانستان کرکټ په بنیاد پسې یې راخیستې ده او که داسې حال وي نو ډېر ژر به مو کرکټ هم سقوط وکړي.

#کورني #کرکټ #تکړه #لوبغاړي #نعمت #خوشحال #په #اعتراضانه #ډول #کرکټ #وسایلو #ته #اور #اچولى #هنرستان