په هند کې یوه کس د خپلې وفات شوې ښځې يوه المونیمي مجسمه جوړه کړې، د ټپاس سنديا په نامه دا کس وايي چې ښځې یې ورته وصیت کړی و چې وروسته ددې د وفات څخه دې ددې مجسمه جوړه او کور کې کېښودل شي.
دغه ۶۵ کلن سپین ږیری وايي چې مېرمن یې ورته وصیت کړی و نو ده هم پوره کړ، وايي د ټولې مجسمې مصرف تر ۲۵۰۰ ډالرو هم زيات شو خو دا چې د ښځې غوښتنه یې وه نو مجبور و چې پوره یې کړي.
ددې مجسمې وزن دېرش کيلو ګرامه دی او په په شپږو مياشتو کې جوړه شوې ده. په دې مجسمه کې هغه جامې ښځې ته ور اغوستل شوې دي کومې چې ده د خپل زوی په واده کې اغوستې وې.
#وفات #شوې #ښځې #مجسمه #یې #جوړه #کړه #وايي #ښځې #مې #ویلي #چې #زه