نن په دې لیکنه کې تاسو ته د بالیووډ د ځینو هغه مشهورو اداکارانو په اړه معلومات درکوو چې له لمانځه او اسلام سره ډېره مینه لري.
پریانکا چوپړا: د بالیووډ اداکاره او پخوانۍ میس ورلډ پریانکا چوپړا وايي، کله چې د ماښام اذان کېږي، هغه شېبه د ورځې تر ټولو ښکلې شېبه ګڼم، ځکه زه د اذان د اورېدو لپاره په بام کېنم او هلته له ۶ جوماتونو د اذان غږ راځي او ماته آرام راکوي.
کنګنا رناوت: کنګنا رناوت له رسنیو سره د خبرو پر مهال ویلي، چې زه د اذان غږ خوښوم، دا ښه خبره ده چې دا غږ واورو او د نړۍ هر مذهب ته باید تل درناوی وکړو.
سشمیتا سین: د بالیووډ وتلې اداکاره او پخوانۍ میس یونیورس سشمیتا سین سره له دې چې هندوه ده، خو له خپلې کورنۍ او رسنیو سره د خبرو پر مهال اکثره د قرآن کریم آیتونه لولي او وايي چې ذهن ته یې سکون ورکوي.
سلمان خان: سلمان خان د هندي سینما د ملا تېر ګڼل کېږي، مسلمان دی او تل د خپلې مسلمانۍ ثبوتونه وړاندې کوي. په ټولنیزو رسنیو کې هغه ویډیو لاس په لاس کېږي چې نوموړی پکې یو کس د اذان پرمهال له خبرو منع کوي.
Related
#بالیووډ #هغه #اداکارانې #چې #له #اذان #سره #مینه #لري #هنرستان