0

بیګ باش؛ مجیب زبردسته توپ اچونه وکړه، لوبه یې هم وګټله – هنرستان

Share

نن په بیګ باش کې افغان لوبغاړي مجیب الرحمن زبردسته توپ اچونه وکړه، هغه دوه ویکټې ترلاسه کړې او څلور اورونه کې یې یوازې ۷ منډې ورکړې، چې دغه په زړه پورې لوبه یې هم وګټله.

په دغه لوبه کې، چې د میلبورن سټارز او میلبورن رینګیډز ترمنځ په میلبورن لوبغالي کې ترسره شوه، سټارز د لوبې د پچې تر ګټلو وروسته د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

میلبورن رینګیډز په ټاکلو شل اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۱ منډې وکړې، چې مارټین ګپټل، شان مارش مکنیزې ۳۲-۳۲ ترټولو زیاتې منډې وکړې او میلبورن ستارز لوبډلې ته ټرینټ بولټ او لوک ووډ ۲-۲، ایډم زمپا، ناتن کولترنیل او باو ویب سټار ۱-۱ ویکټې ترلاسه کړې.

میلبورن سټارز د ۱۴۲ منډو هدف په تعقیب نهه لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۰۸ منډې وکړې او په ۳۳ منډو یې دغه لوبه وبایلله.

د دوی لخوا نیک لارکن ۴۸ او هیلټن کارترایټ ۲۰ زیاتې منډې جوړې کړې. میلبورن رینګیډز ته ټام ریګرس ۵، مجیب ۲، ویل سویټرلېنډ او کین ریچارډسن ۱-۱ ویکټه واخیسته او ټام ریګرس د لوبې غوره لوبغاړی شو.

#بیګ #باش #مجیب #زبردسته #توپ #اچونه #وکړه #لوبه #یې #هم #وګټله #هنرستان