نن په بي پي ایل کې لومړنۍ لوبه ترسره شوه، چې درویش رسولي په ۹ توپونو یوازې ۳ منډې وکړې او دغه لوبه یې هم په ستر توپیر وبایلله.
په دغه لوبه کې، چې د بي پي ایل لومړۍ لوبه وه د سیلهت سټرایکرز او چتګرام چیلنجرز ترمنځ په شیر بنګله لوبغالي کې ترسره شوه، سیلهت د لوبې د پچې تر ګټلو وروسته د توپ اچوې پرېکړه وکړه.
چتګرام چیلنجرز لوبډلې په ټاکلو شل اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۸۹ منډې وکړې، چې عفیف الحسین ۲۵ او الامین ۱۸ ترټولو زیاتې منډې وکړې او سیلهت سټرایکرز لوبډلې ته راجه الرحمن ۴، محمد عامر ۲، کولن اکرمن او مشرفي مرتضی ۱-۱ ویکټې ترلاسه کړې.
سیلهت سټرایکرز د ۹۰ منډو اسانه هدف د ۲ لوبغاړو په سوځېدو سره په ۱۳م اور کې پوره کړ، چې دغه په زړه پورې لوبه یې هم وګټله.
د دوی لخوا نجم الحسین شانتو ۴۳ او ذاکر حسین ۲۷ زیاتې منډې جوړې کړې. چتګرام چیلنجرز ته ملېنډه او مرتنجوي چوهدري ۱-۱ ویکټه واخیسته او راجه الرحمن د لوبې غوره لوبغاړی شو.
Related
#بي #پي #ایل #درویش #رسولي #دوی #ستره #ماتې #وخوړه #هنرستان