د بالیووډ مشهور ستوري اکشې کمار په مسخره ډول واده د (مرګ څاه) بللی دی. وایي زړه غوښتل چې میرمنې ته مې دا خبره وکړم خو تېر شوم ورنه.
دغه نامتو اداکار له خپلې میرمنې ټوینکل کهنه او ماشومانو سره د سرکس میلې ته تللی او هلته یې په خپل انسټاګرام یوه ویډیو شریکه کړه، چې ډېره په زړه پورې ده.
په سرکس کې یو سړی په یوه سرکل جوړښت کې په بایسکل سپور وي او په دې موقع ټوینکل کهنه له اکشي کمار څخه وپوښتل چې دا څه نومیږي، هغه ځواب ورکړ د مرګ څاه.
اداکار په انسټاګرام کې یو مسخره سرلیک خپور کړی او لیکلي یې دي چې کله زما میرمن وپوښتل چې دا څه دي، زما زړه غوښتل چې ورته ووایم دا واده دی.
اکشې کمار او ټوینکل کهنه د ۲۰۰۱ کال د جنورۍ په ۱۷مه واده وکړ او ټوینکل کهنه د ادبیاتو د مسلک د پیلولو په توګه د اداکارۍ پریښودو ته اړه کړه.
Related
#اکشې #کمار #واده #مرګ #څاه #وبلله #هنرستان