د بالیووډ پاچا امیتاب بچن هم د اداکار نوازالدین صدیقي د کار او استعداد ستاینه کړې او ویلي دي چې دا خبره غلطه ده چې خلک وایي، یو بزګر شخص دې مقام ته نشي رسېدلی.
امیتاب بچن په ۲۰۱۶ کال کې په یوه مرکه کې هغه مهال اعتراض وکړ کله چې ترې د تکړه اداکار نوازالدین صدیقي په اړه دا پوښتنه وشوه چې یو بزګر څنګه یو اغېزناک او د درناوي وړ اداکار شو؟
د یادولو وړ ده چې امیتاب بچن او نوازالدین صدیقي په ۲۰۱۶ کال کې په (ټین) فلم کې یو ځای لیدل شوي وو، چې د فلم له خپریدو مخکې له امیتاب بچن دغه پوښتنه وشوه.
امیتاب بچن ورته په ځواب کې وویل چې دا تصور چې ته یې یو بزګر یې او څنګه په فلمي صنعت کې د درناوي وړ شخصیت شوې؟ د اعتراض وړ خبره ده.
هغه زیاته کړه، د نوازالدین کیسه الهام بخښونکې ده، ځکه چې هغه د خپل بې سارې استعداد او سخت کار له امله دغه مقام ترلاسه کړی او بل لامل یې د هغه په پرفارمنس کې سادګي ده او دا هغه څه دي چې د بل چا لپاره به ډېر ستونزمن وي.
Related
#امیتاب #بچن #نوازالدین #صدیقي #اغیزمنې #وړتیا #له #لارې #دې #مقام #ته #رسېدلی #هنرستان