0

اصغر ستانکزی: زما ژوند په خطر کې دی غواړم چې –

Share

د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم پخوانی کپتان اصغر ستانکزی په دې وروستیو کې لګيا و په کابل کې يې هڅه کوله چې د افغانستان د کرکټ بورډ مشري ترلاسه کړي هغه په دې لړۍ کې د افغانستان د کرکټ بورډ په اوسني مشر ميرويس اشرف باندې تور ولګاوه چې هغه په مدیریت باندې نه پوهېږي.

کله چې پوه شو چې په‌ کرکټ بورډ کې يې کار نه کېږي نو وروسته یې د افغانستان څخه خپلې هيلې پرې کړې او په پاکستان کې یې د امریکا سفارت ته وويل چې ژوند یې په خطر کې دی او غواړي چې امريکا ورته پناه ورکړي.

هغه په خپل کېس کې ویلي دي چې ژوند ته یې په افغانستان کې سخت خطر متوجه دی او غواړي چې د امريکا حکومت ورته پناه ورکړي د لومړيو معلوماتو په اساس د امريکا حکومت د اصغر ستانکزي پناه غوښتنه منلې ده‌.

#اصغر #ستانکزی #زما #ژوند #په #خطر #کې #دی #غواړم #چې