۲۰۲۲م کال د کرکټ لوبغاړو لپاره یو ښه او غوره کال و. په دغه کال کې ځینې ریکارډ ماتونکي لاسته راوړنې ثبت شوې، نو راځئ چې په ۲۰۲۲م کال کې په هر فارمیټ کې راجستر شوي زیاتې سلیزې چا وهلي.
جوني بیرسټو د انګلستان لپاره په ټیسټ کرکټ کې مثبت بدلون راوست. هغه سږکال په ټیست کرکټ کې شپږ سلیزې ثبت کړل. بیرسټو کولای شول چې یو څو نورې سلیزې هم ترلاسه کړي، خو هغه ټپي شو.
د سلیزو وهونکو نوملړ:
جوني بیرسټو – ۶
جو روټ – ۵
بابر اعظم – ۴
مارنس لبوشین – ۴
عثمان خواجه – ۴
په ۲۰۲۲م کال کې په یو ورځنیو لوبو کې د زیاتو سلیزو جوړولو په نوملړ کې د افغانستان له لوري ابراهیم ځدراڼ لومړی مقام لري، چې ورپسې بابر اعظم، سکندر رضا او شای هوپ هم په ۳-۳ سلیزو سره مخکښ لوبغاړي دي.
سوریاکمار یادو په ۲۰۲۲م کال کې تر ۱۰۰۰ زیاتې منډې جوړې کړې، چې دوه شل اوریزې سلیزې یې هم وهلي دي. د دې تر څنګ د هند وتلي لوبغاړي ویرات کوهلي د ۲۰۲۲ کال اسیا جام سیالیو کې د افغانستان پر وړاندې سلیزه ووهله او په ۲۰۲۲ کال کې یې په شل اوریزو سیالیو کې د ډېرو سلیزو په جوړولو کې دویم مخکښ لوبغاړی شو.
Related
#ابراهیم #ځدراڼ #په #۲۰۲۲م #کې #زیاتو #سلیزو #جوړولو #په #برخه #کې #محکښ #هنرستان